د ط.. البانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزارت څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي

د ط.. البانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزارت څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د تېري اوونۍ په جريان کي ۲۹۱ د افغان کډوالو زندانيان د پاکستان د زندانونو څخه ازاد سوي، د سپين بولدک او تورخم د لاري د پاکستان څخه افغانستان ته راغلي.
خبرپاڼه ليکي، چي په دغو زندانيانو کي د افغان کډوالو کورنۍ هم شاملي وې، چي د پاکستان پوليسو نيولي وې.
دغو افغان کډوالو په پاکستان کي د اوسېدلو د قانوني اسنادو د نه موجوديت له امله د پاکستان پوليسو نيولي او زنداني کړي وو.