د ط..البانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزارت څخه د جمعې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي

د ط..البانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزارت څخه د جمعې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د پنج شنبې په ورځ د ایران او پاکستان څخه۲۶۹۲ افغان کډوال د بېلابېلو لارو څخه افغانستان ته راغلي دي.
خبرپاڼه ليکي چي ۲۴۸۱ افغان کډوال د تورخم د لاري او ۸۷ افغان کډوال د کندهار د سپين بولدک لاري د پاکستان څخه افغانستان ته راغلي.
خبرپاڼه ليکي چي په همدې ورځ ۴۳ افغان کډوال د هرات ولايت د اسلام کلا او ۱۹ تنه افغان کډوال د وريښمو پله د لاري د ايران څخه افغانستان ته راغلي دي.

دا په داسي حال کي ده، چي پاکستان په دې وروستيو کي د افغان کډوال د جبري نيولو او ايستلو لړۍ چټکه کړې ده او هره ورځ زرګونه افغان کډوال په زور او جبر د خپلي خاوري باسي او افغانستان ته‌‌ ئې رالېږي.