د ط..البانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزارت څخه د پنج شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي په تېره اوونۍ کي ۲۲۱ افغان کډوال د پاکستان د زندانونو څخه ازاد سوي او د کندهار د سپين بولدک د لاري افغانستان ته راغلي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه کسان د يوې ورځي څخه تر دوو مياشتو پوري د پاکستان په زندانونو کي بنديان وو، چي تر ازادېدو وروسته خپل هيواد ته راغلي.