د ط..البانو د کډوالو ستونزو ته د رسېدني عالي کمېسیون راپور ورکړی چي تېره ورځ ۲۹۶۵ افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه

د ط..البانو د کډوالو ستونزو ته د رسېدني عالي کمېسیون راپور ورکړی چي تېره ورځ ۲۹۶۵ افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته راغلي دي.
د ياد کمېسیون د معلوماتو له مخي، د نیمروز ولایت د ورېښمو پله له لاري ۷۷ کورنۍ، اود اسلام کلا له لاري ۳۰ کورنۍ د ايران څخه افغانستان ته راغلي دي.
د يادي خبرپاڼي په حواله د کندهار سپین بولدک له لاري ۲۹۶ کورنۍ، د ننګرهار تورخم له لاري ۱۶۲ کورنۍ او د هلمند بهرامچې له لاري ۱۱ کورنۍ د پاکستان څخه افغانستان ته راغلي دي.

خبرپاڼه ليکي چي د پاکستان څخه راغلي افغان کډوال د پاکستان دولت په زور او جبر د خپلي خاوري څخه شړلي او افغانستان ته راغلي دي.