د ط..البانو د کډوالو ستونزو ته د رسېدني کمېسون د دوشنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي، چي د یکشنبې په ورځ د ايران او پاکستان څخه ۹۵ د افغان کډوالو کورنۍ افغانستان ته راغلي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي ۳۴ کورنۍ د هرات د اسلام کلا د لاري او ۲۵ کورنۍ د نيمروز د وریښمو پله د لاري د ايران څخه افغانستان ته راغلي دي.
دغه راز ياد کمېسون ويلي، چي په همدې ورځ ۳۶ کورنۍ د کندهار د سپین بولدک د لاري د پاکستان څخه افغانستان ته راغلي.
د ياد کمېسون په وينا چي دغه افغان کډوال د پاکستان حکومت په زور او جبر د خپلي خاوري څخه ايستلي او افغانستان ته راغلي دي.