د ط..البانو ستري محکمې د يکشنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي

د ط..البانو ستري محکمې د يکشنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي، چي په کابل ولايت کي ئې ۱۵ کسان د نشه يي توکو د قاچاق او خرڅولو په تور په عام محضر کي په دورو وهلي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه کسان ئې د ۱۰ څخه تر ۳۰ پوري په دورو وهلي او د اوو مياشتو څخه تر دوو کلنو پوري ئې د تنفيذي بند سزا هم ورکړې.
بايد وويل سي، چي ط..البانو په تېر يوه کال کي سلګونه کسان د بېلابېلو جرمونو په تور په عام محضر کي د خلګو د سترګو په وړاندي په دورو وهلي.