د ط..البانو له خوا په عام محضر کي د بدني سزاوو په دوام دغي ډلي د دوشنبې په ورځ په فارياب ولايت کي د يوې ښځي په ګډون درې کسان د نامشروع اړيکو په تور په دورو وهلي.
د ط..البانو د ستري محکمې څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه کسان ئې د ۳۰ څخه تر ۳۹ پوري په دورې وهلي او تر درو کلنو پوري ئې د تنفيذي بند سزا هم ورکړې ده.
بايد وويل سي، چي ط..البانو په تېرو لسو مياشتو کي د ۸۰۰ څخه زيات کسان په عام محضر کي په دورو وهلي دي.