د ط..البانو له پاره د کندهار والي م.لاشيرين د کندهار ط.. البانو ته امر کړی، چي په ښار او ولسوالیو کي ګزمې زياتي کړي او د دغه ولايت امنيت دي په ښه ډول وساتي.
هغه دغه څرګندوني د کندهار ولایت د ۱۱ ولسوالۍ د امنيې قوماندانو سره د ليدني پر مهال کړي.
د ط.. البانو دغه والي يادي څرګندوني پر داسي مهال کړي، چي د کندهار اوسېدونکي د وسله والو غلو د زياتېدو څخه شکايت کوي. کندهار ښاريان وايي چي په دغه ولايت کي په سپینه ورځ وسله وال غله د خلګو څخه د وسلې په زور پيسې او قيمتي توکي اخلي.