د ط..البان د وياند مرستيال حمدالله فطرت د دوشنبې په ورځ ويلي، چي په تېرو ۲۴ ساعتونو کي په خوست، کنړ، پکتيکا او نورستان ولايتونو کي د پاکستان د پوځ په بريدونو کي ۴ ولسي وګړي وژل سوي او ۹ نور ټپيان دي.
د هغه په خبره چي د پاکستان په دغو بريدونو کي د ولسي خلګو يو شمېر کورونه هم ويجاړ سوي دي.
د فطرت په وينا چي په يادو بريدونو کي يوه ښځه او درې کوچنيان وژل سوي او همدارنګه څلور ښځي، دوه کوچنيان او درې نارينه نور ټپيان سوي دي.