د غزني اوسېدونکي وايي، چي د درملو بیې دوه چنده سوي دي

په غزني ولایت کي اوسېدونکي وايي، چي د تېرو څو میاشتو راهیسي د ځینو درملو بیې دوه چنده او په ځینو کي حتی درې چنده لوړې سوې دي. د دوی په خبره، بې وزله کورنۍ د اړینو درملو د اخیستلو توان نه لري.

اوسېدونکي وايي، چي د یوې نسخې درمل اوس تر ۲۰۰۰ افغانیو پوري رسیږي، او د پاراسیټامول د یوه پاکټ بیه له ۱۰ افغانیو څخه ۲۰ افغانیو ته لوړه سوې ده.

په غزني کي درمل پلورونکي وايي، چي له پاکستان سره سوداګریزې لارې تړل سوې دي، او له نورو هېوادونو څخه درمل راوړل هم ستونزمن سوی دی؛ همدا د بیو د لوړېدو لامل بولي.

📲 زموږ د ټلګرام چینل سره یو ځای سئ: t.me/ChiraghTV

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *