د فارياب څخه محلي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د دغه ولايت د پښتونکوټ ولسوالۍ د ميان درې په سيمه کي د واده يو فلانکوچ ډوله موټر چپه سوی چي له امله ئې اته کسان وژل سوي او ۱۵ نور ټپيان دي.
د سرچينې په وينا چي په دغه پېښه کي درې نارینه، پنځه ښځي او یو ماشوم وژل سوي او ۱۵ تنه، چي ښځي او ماشومان هم په کښي شامل دي ټپيان سوي دي.
د پېښي د ټپيان د درملني په موخه د فارياب ولايتي روغتون ته انتقال سوي دي.