د فارياب څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د دغه ولايت په قرغان ولسوالۍ کي نامعلومو کسانو يو قومي مشر وژلی دئ.
د سرچينې په وينا چي وژل سوی کس اسد الله نومېږي او د ترکمن قوم څخه و.
سرچينه وايي چي هغه خپل د خوب په بستر کي نامعلومو کسانو د چاقو په وسيله وژلی دئ.
د وژل سوي کس دوستانو ويلي چي هغه د هيچا سره شخصي دښمني نه درلودل.
تر اوسه ط..البانو د يادي پېښي په تړاو څه نه دي ويلي.