د فرانسې حکومت له ط..البانو سره د هغو افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه تخنیکي خبري پیل کړي دي، چي په دغه هیواد کي قانوني اسناد نه لري.
د فرانسې د کورنیو چارو وزیر لوران نونز د دغه هیواد پارلمان ته ویلي، چي د دې خبرو موخه د یو شمېر افغان کډوالو بېرته لېږل دي، په ځانګړي ډول هغه کسان چي جرمونه ئې کړي یا د عامه نظم له پاره ګواښ بلل کېږي.
نوموړي زیاته کړې، چي د جرمني په ګډون یو شمېر نور اروپايي هیوادونه هم د افغان کډوالو د بېرته ستنولو هڅي کوي.
د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخي، د فرانسې حکومت غواړي د دغو خبرو له لاري د افغان کډوالو د بېرته لېږلو له پاره زمینه برابره کړي.