د فرانسې خبري اژانس راپور ورکړی، چي د دغه هيواد په کان ښار کي يو موټر چلوونکي په قصدي ډول د ريل ګاډۍ په تمځای کي خلګ په موټر وهلي دي.
د ياد اژانس په حواله چي په دغه پېښه کي دوه افغانان وژل سوي او نهه نور کسان ټپيان سوي دي، چي ټپيان د درملني په موخه روغتون ته لېږدول سوي دي.
په راپور کي ويل سوي، چي د دغه پېښي په تور ئې يو ۲۶ کلن روسی نيولی او اوس تر څېړنو لاندي دئ.