د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چي د روانو سیمه‌ییزو تحولاتو له امله ئې خپلو وګړو ته ایران

د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چي د روانو سیمه‌ییزو تحولاتو له امله ئې خپلو وګړو ته ایران، لبنان او عراق ته سفر تر بلي خبرتیا پوري منع کړی دئ.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کي له هغو اماراتي اتباعو هم غوښتي چي اوس مهال په یادو درو هیوادونو کي دي ژر تر ژره دي بېرته اماراتو ته ستانه سي.
د اماراتو چارواکو ویلي، چي د خپلو وګړو خوندیتوب د دوی لومړیتوب دئ او له ټولو اتباعو ئې غوښتنه کړې چي د رسمي لارښوونو او خبرداریو پابندي وکړي.

همداراز، په ایران، لبنان او عراق کي مېشت اماراتي وګړي هڅول سوي چي له اړوندو ادارو او د اماراتو له سیاسي استازولیو سره اړیکه وساتي.