د ملګرو ملتونو د بشري استوګني پروګرام ویلي چي په ۲۰۲۵ کال کي په افغانستان کي ۳۱ زره کسان د ناڅاپي سېلابونو له امله په ۲۸ ولایتونو کي اغېزمن سوي دي.
دغه سازمان د پنج شنبې په ورځ پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چي په افغانستان کي د اقلیمي بدلونونو له امله ناڅاپي او طبیعي پېښي زیاتي سوي دي، چي د کنټرول په برخه کي ئې سمدستي اقدام ته اړتيا ده.
ملګري ملتونه د طبيعي پېښو د مخنيوي له پاره پر مقاومتي زیربناوو جوړولو ټینګار کړی او په خبره ئې چي د همدې موخي له پاره د ځايي ټولنو ملاتړ هم کوي.