د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر وايي، د ایران اسلامي جمهوریت د امریکا او اسرائیلو د بریدونو وروسته ۲۱ کسان اعدام کړي او له ۴ زرو ډېر کسان ئې نیولي دي.
د دې ادارې په وینا، دغه اعدامونه د بېلابېلو تورونو له مخي ترسره سوي، چي په کښي ۹ کسان د ۱۴۰۴ کال د مرغومي میاشتي له اعتراضونو سره د تړاو په تور، ۱۰ کسان د مخالفو ډلو د غړیتوب او ۲ نور د جاسوسۍ په تور اعدام سوي دي.
سرچینه زیاتوي، چي د روان وضعیت له پیل راهیسي، په ایران کي زرګونه کسان د سیاسي تورونو له امله نیول سوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر دغه اقدامات د اندېښنې وړ بللی او د بشري حقونو د وضعیت د خرابېدو خبرداری ئې ورکړی دئ.