د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر ولکر ترک وايي، په افغانستان کي د خلګو د ژوند وضعیت ورځ تر بلي خرابېږي او د ط..البانو له لوري پر خلګو محدودیتونه لا زیاتېږي.
ترک ویلي، میلیونونه افغانان له بېوزلۍ سره مخ دي، د اساسي بشري حقونو درناوی کم سوی او سلګونه زره کسان په جبري ډول د ګاونډيو هيوادونو څخه افغانستان ته ستانه کړل سوي دي.
نوموړي اندېښنه ښودلې، چي نړۍوالو افغانان هير کړي او دغه هیواد ئې له داسي بشري وضعیت سره مخامخ پرېښی چي هره ورځ د خرابېدو په حال کي دئ.