د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وایي، کاناډا د افغانستان له اړمنو وګړو سره د مرستي له پاره یو میلیون او ۳۵۰ زره امریکايي ډالر ځانګړي کړي دي.
اوچا وايي، دغه مالي مرسته به د هغو افغانانو د اړتیاوو د پوره کولو له پاره ولګول سي چي له بشري ستونزو سره مخ دي او تر ټولو ډېرو مرستو ته اړتیا لري.
دغه سازمان د کاناډا له حکومت څخه مننه کړې چي په افغانستان کي ئې له زیانمنو خلګو سره د ملاتړ له پاره مرسته کړې ده.