د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا وايي، د افغان ماشومانو د زده کړو پر وړاندي خنډونه سته.
اوچا د سواد زدهکړي د نړۍوالي ورځي په مناسبت ویلي، زدهکړه د ماشومانو له پاره د ښه راتلونکي او پرمختګ زمینه برابروي او باید په دې برخه کي لا ډېري هڅي وسي.
دغه سازمان د افغان ماشومانو د زده کړو پر وړاندي د خنډونو پر لېري کولو ټينګار کړی.
د سپټمبر اتمه د سواد زدهکړې نړۍواله ورځ ده؛ خو په افغانستان کي له شپږم ټولګي پورته میلیونونه نجوني له شاوخوا پنځو کلونو راهیسي له ښوونځیو بېبرخي دي.
یوناما هم ویلي چي هر انسان د لوستلو، لیکلو او زدهکړي حق لري.