د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، په افغانستان کي د لوږي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، په افغانستان کي د لوږي، وچکالۍ او ژمي د سختو شرایطو له امله د میلیونونو خلګو ژوند له جدي ګواښ سره مخ دئ.
د اوچا په وینا، وچکالۍ د خلګو د عاید سرچینې کمزوري کړي، ماشومان ئې د خوارځواکۍ له خطر سره مخ کړي او پر ښځو او نجونو لګېدلو محدودیتونو روغتیايي او نورو اړینو خدمتونو ته د هغوی لاسرسی ستونزمن کړی دئ.
دغه دفتر خبرداری ورکړی، چي د یادو ستونزو دوام د خلګو بشري اړتیاوي زیاتي کړي او میلیونونه افغانان د ژمي له رارسېدو سره د لا زياتو ستونزو سره مخ دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *