د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، په افغانستان کي د روغتیايي خدمتونو د دوام له پاره د مالي امکاناتو کمښت د اندېښنې وړ موضوع ده او د خلګو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی ئې له ستونزو سره مخ کړی دئ.
دغه دفتر د دوشنبې په ورځ ویلي، چي د روغتیايي مرستو له پاره له ۱۹۱ میلیونه ډالرو اړیني بوديجې څخه یوازي ۴۴ سلنه ترلاسه سوې او د پاته پیسو نشتوالي د روغتیايي مرکزونو پر فعالیتونو فشار زیات کړی دئ.
دغه نړۍوال بنسټ له نړۍوالي ټولني غوښتي، چي د روغتیايي برخي مالي ملاتړ ته دوام ورکړي، څو خلګ له اړینو درملیزو خدمتونو بې‌برخي نه سي او د روغتیايي ناورین مخه ونیول سي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *