د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همږغۍ دفتر (اوچا) خبر ورکړی

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همږغۍ دفتر (اوچا) خبر ورکړی، چي ډنمارک د افغانستان سره د بشري مرستو له پاره ۵.۴۹ ميليونه ډالره مرسته کړې ده.
ياده اداره وايي چي دغه پيسې به د بشري مرستو په موخه په افغانستان کي پر اړمنو کورنیو تقسيم کړل سي.
اوچا د افغانستان له پاره د ډنمارک هيواد د‌ دغو بشري مرستو څخه مننه کړې ده.