د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، د ۲۰۲۶ کال په اګست میاشت کي په افغانستان کي د بشري مرستو د فعالیتونو پر وړاندي ئې ۴۱ د خنډونو پېښي ثبت کړي.
د يا سازمان په وینا چي په ياده موده کي ئې څلور همکاران هم ط.. البانو نيولي دي.
د اوچا په وینا، په دغو پېښو کي د مرستندویه ادارو په چارو کي لاسوهنه، د کارکوونکو ګواښل او نیول او د بشري فعالیتونو محدودول شامل دي.

دغه اداره وايي، د یادو ستونزو له امله یو شمېر بشري مرکزونه لنډمهاله تړل سوي او ځیني پروګرامونه نورو سیمو ته انتقال سوي دي اوچا زیاتوي چي د بشري کارکوونکو پر وړاندي د ګواښونو او نیونو دوام لا هم د مرستو رسولو له پاره جدي ستونزه ده.