د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وايي، په افغانستان کي د زلزلې له امله اغېزمنو سوو کورنیو ته د ژمي په رانژدې کېدو سره بیړنیو بشري مرستو ته عاجله اړتیا ده.
یونیسف د دوشنبې په ورځ په یوه راپور کي ویلي، چي د وروستیو زلزلو له امله زیانمن سوو افغانانو ته د ژمي په راسېدو سره بايد بېړنۍ مرستي ورسېږي.
دغه سازمان دغه راز ويلي چي اوس مهال په افغانستان کي هوا سړه سوې او په وينا ئې چي دا کال ښايي ډېری کورنیو ته له ستونزو ډک وي.
يونيسف زياتوي چي زیانمنوسوو کورنیو ته د سرپناه، ګرمو جامو، خوراکي موادو او روغتیایي خدمتونو برابرول حیاتي ارزښت لري.
له بلې خوا، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) اټکل کړی چي په ۲۰۲۶ کال کي به له ۲۱ میلیونو زیات افغانان بشري مرستو ته اړتیا ولري.