د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق وایي، په افغانستان کي ډېری ځوانان د خراب اقتصادي وضعیت، د کار د فرصتونو د نشتوالي او د زدهکړو د محدودو امکاناتو له امله د خپل راتلونکي په اړه له سختو اندېښنو سره مخ دي.
د یاد صندوق د افغانستان څانګي د نفوس د نړۍوالي ورځي په مناسبت ویلي، که پر ځوان نسل پانګونه وسي او د زدهکړو، روغتیا او مهارتونو زمینه ورته برابره سي؛ نو دغه ځوانان به د هيواد د ابادۍ او پر مختګ په برخه کي اغېزناک رول ادا کړي.
دغه صندوق زیاتوي، اوسنی اقتصادي کړکېچ، د بشري مرستو کمښت او د راستنېدونکو کډوالو زیاتوالی د ځوانانو پر ژوند نور فشار هم زیات کړی.
د ياد سازمان په وينا چي د بېکارۍ له امله ډېری ځوانان اړکېږي، چي پر سختو او خطرناکو قاچاقي لارو بهرنيو هيوادونو ته سفر وکړي.