د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه وايي

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه وايي، په منځني ختیځ کي د شخړو د پراخېدو له امله ښايي د ۲۰۲۶ کال تر پایه په افغانستان او ۲۷ نورو هیوادونو کي ۱۱.۷ میلیونه نوري ښځي او نجوني د خوړو له کمښت او ناامنۍ سره مخ سي.
د دې ادارې د ارزوني له مخي، په افغانستان کي ښځي او نجوني د هغو کسانو شاوخوا ۶۰ سلنه جوړوي چي د خوړو له ناامنۍ د‌ خطر سره مخ دي.
ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کي نژدې ۹۵ سلنه ښځي د کار له بازار څخه بهر دي او له ۸۰ سلنه ډېري هغه ښځي چي کار کوي، په ناثابتو او زیان‌منونکو دندو مصروفه دي.