د ملګرو ملتونو د ښځو څانګي ویلي چي لا هم په افغانستان کي د دوی د ښځینه کارکوونکو پر کار بندیز دوام لري

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګي ویلي چي لا هم په افغانستان کي د دوی د ښځینه کارکوونکو پر کار بندیز دوام لري.
دا بندیز درې میاشتي مخکي لګول سوی و، خو تر اوسه پوري ئې د لیرې کولو له پاره هېڅ پرمختګ نه دئ سوی.
ملګرو ملتونه وايي، ښځي د دې سازمان د کار مهمه برخه جوړوي او پرته له هغوی نه سي کولای اړمنو ښځو او نجونو ته لازمي مرستي ورسوي.

ملګري ملتونه دغه بندیز د خپل منشور خلاف بولي او د ط..البانو د حکومت نه غواړي چي ژر تر ژره دا بندیز ختم کړي.