د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتريش له ط..البانو غوښتي چي په افغانستان کي د ملګرو ملتونو په دفترونو کي د ښځینه کارکوونکو پر فعالیت لګېدلي محدودیتونه پای ته ورسوي.
ګوتريش ویلي، د ښځینه کارکوونکو حضور د دې له پاره مهم دئ چي ښځو او نجونو ته بشري مرستي او اړین خدمات په سمه توګه ورسېږي.
هغه ټینګار کړی چي د ښځو پر کار محدودیتونه نه یوازي بشري فعالیتونه ستونزمنوي، بلکي د افغانستان پر اقتصادي پرمختګ، ثبات او له نړۍ سره پر اړیکو هم منفي اغېز کوي.