د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتريش وايي

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتريش وايي، دغه سازمان د ترهګرۍ پر وړاندي د مبارزې او د پاکستان د امنیتي اندېښنو د حل په برخه کي د دغه هیواد ملاتړ کوي.
ګوتريش اسلام‌اباد ته د سفر پر مهال ويلي، امنیتي اقدامات باید د نړۍوال قانون، بشري حقونو او قانون حاکمیت ته په پام کي تر سره سي.
هغه په افغانستان کي د پاکستان د هوايي بریدونو له امله د ملکي وګړو مرګ‌ژوبله هم یاده کړه؛ خو پاکستان بیا ادعا کړې، چي په دغو بریدونو کي ئې یوازي وسله‌وال او د هغوی پټنځایونه په نښه کړي دي.

نوموړي له افغان کډوالو سره د پاکستان د څو لسیزو کوربه‌توب څخه مننه کړې او په خبره ئې ملګري ملتونه به هڅه وکړي چي افغانستان ته د افغان کډوالو ستنېدل په خپله خوښه، خوندي او له عزت سره ترسره سي.