د مکسیکو د پیوبلا ایالت امنیتي چارواکو خبر ورکړی چي د دغه ایالت په تیویتسینګو سیمه کي د نامعلومو وسلهوالو په برید کي لس تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دئ.
د چارواکو په وینا، په وژل سوو کسانو کي ښځي، نارینه او یو کم عمره ماشوم هم شامل دي.
د ایالتي امنیت ادارې ویلي، له پېښي وروسته پولیسو او فدرالي ځواکونو سیمه کلابنده کړې او د برید کوونکو د نیولو له پاره ئې پراخ عملیات پيل کړي دي.
تر اوسه د برید د اصلي لامل او د بریدګرو د هویت په اړه رسمي معلومات نه دي خپاره سوي.