د مېزان خبري اژانس خبر ورکړی، چي د ايران دولت دوه ايرانيان د جومات د سوځولو په تور اعدام کړي.
د ياد اژانس په حواله چي مهرداد محمدي او اشکان مالکي په ايران کي د لاريونونو پرمهال د جعفري جومات د سوځولو په تور نيول سوي وو.
پر يادو کسانو د محکمې تر پرېکړي وروسته د اعدام سزا عملي سوې.