د ناروې د کډوالو شورا مشر یان ایګلنډ وايي، افغانان د ژوند له سختو شرایطو او د خپلو اساسي حقونو ته د لاسرسي له ستونزو سره مخ دي.
ایګلنډ افغانستان ته د سفر پر مهال ویلي، د بشري مرستو او بوديجې کمښت د اړمنو افغانانو له پاره د مرستو رسول ستونزمن کړي دي.
هغه زیاته کړې چي له پاکستان څخه په جبري ډول ستنېدونکو افغان کورنیو سره ئې هم لیدلي چي له خپلو شتمنیو او لومړنیو امکاناتو پرته افغانستان ته راستانه سوي دي او اوس په افغانستان کي په سخت حالت کي ژوند کوي.
نوموړي پر ناټو هیوادونو نیوکه کړې او ویلي ئې دي چي دغو هیوادونو د افغانستان څخه د وتلو پر مهال د افغانانو د نه هېرولو ژمنه کړې وه، خو د ده په وینا، تر اوسه ئې خپلي ژمني نه دي عملي کړي.