د ننګرهار د ط..البانو د امنيې قومندانۍ څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي

د ننګرهار د ط..البانو د امنيې قومندانۍ څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د دغه ولايت په شېرزادو ولسوالۍ کي د يوې زړې مرمۍ د چاودني له امله يو ماشوم وژل سوی.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه ماشوم همت نومېدی او ۱۲ کلن و.
خبرپاڼه ليکي چي دغه مرمۍ د تېرو جګړو څخه په ياده سيمه کي پاته وه، چي پر دغه ماشوم ئې چاودنه کړې او وژلی ئې دئ.