د ننګرهار له پاره د ط..البانو امنیه قومندانۍ وایي

د ننګرهار له پاره د ط..البانو امنیه قومندانۍ وایي، د تېرو اوو ورځو په ترڅ کي ئې د بېلابېلو امنیتي عملیاتو پر مهال ۱۹ کسان د نشه‌يي توکو د قاچاق او راکړي ورکړي په تور نیولي دي.
د یادې قومندانۍ د معلوماتو له مخي، دغه کسان د جلال‌اباد ښار ترڅنګ د دغه ولایت په ۲۲ ولسوالیو کي نيول سوي.
چارواکي وایي، له نیول سوو کسانو سره یوه اندازه نشه‌يي توکي او ۱۳ وسایط هم نيول سوي.

بل لور ته، د همدې ولایت په مرکز جلال‌اباد کي دوه نور کسان هم د یوې رخشې د غلا په تړاو نیول سوي دي.
د راپورونو له مخي، دغو کسانو رخشه د کابل څخه جلال‌اباد ته په کرایه بېولې، خو د بهرباد سیمي په مربوطاتو کي ئې چلوونکی د رخشې کښته کړی او رخشه ئې ورڅخه اخيستې وه.
سرچینه وایي، دواړه کسان وروسته د ط..البانو له خوا نيول سوي.