د ننګرهار په مرکز جلالاباد ښار کي د دوو کورنیو ترمنځ د ماشومانو پر سر شخړه په وسلهواله نښته اوښتې، چي له امله ئې یو ځوان وژل سوی او پنځه کسان ټپیان سوي دي.
د راپورونو له مخي، پېښه د شنبې په ماښام د جلال اباد ښار د اتمي ناحیې په دامان سیمه کي سوې ده.
ویل کېږي، د شخړې پر مهال د یوې کورنۍ غړو پر بلي کورنۍ ټکان کړي دي، چي له امله ئې د مراد په نوم ځوان ژوند له لاسه ورکړی او پنځه نور کسان ټپیان سوي دي.