د ننګرهار څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي چي په دغه ولايت کي يو ۱۸ کلن ځوان په مينه کي د ناکامۍ له امله ځان وژنه کړې ده.
د سرچينې په وينا چي دغه ځوان هجرت الله نومېږي او خپل ځان ئې ويشتلی او ځان وژنه ئې کړې.
سرچينه وايي چي هجرت الله غوښتل چي خپل په خوښه واده وکړي؛ خو د نجلۍ کورنۍ هغه بل چاته ورکړې وه.