د ننګرهار څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د دغه ولايت په شينوارو ولسوالۍ کي يو ځوان ځان وژنه کړې ده.
د سرچينې په وينا چي دغه ځوان د اقتصادي ستونزو او بېکارۍ له امله ځان په کلاشنکوف ويشتلی او وژل سوی دئ.
په ورته وخت کي بيا د ننګرهار د امنيې قومندانۍ وياند ويلي، چي دغه ځوان ځان وژنه نه ده کړې؛ بلکي د کلاشنکوف سره د بې احتياطۍ له امله ئې ځان ويشتلی او وژل سوی دئ.
بايد وويل سي، چي په افغانستان کي د بېکارۍ، اقتصادي ستونزو، کورنيو مشکلاتو او دې ته ورته نورو ستونزو په ځوانانو کي د ځان وژني د پېښو ګراف لوړ کړی دئ.