د نورستان محلي سرچينو څراغ تلوېزیون ته ویلي چي نن دوشنبه ددغه ولایت په مرکز کي سخت سيلابونه راوتلي دي

د نورستان محلي سرچينو څراغ تلوېزیون ته ویلي چي نن دوشنبه ددغه ولایت په مرکز کي سخت سيلابونه راوتلي دي.
د سرچيني په خبره چي دغو سيلابونو بې شمېره مادي زیانونه او ځاني زيانونه رسولي خو تر اوسه یې دقيق جزئیات نه دي معلوم سوي.
د یادوني وړ ده چي یاد سيلابونه د نورستان د مرکز پارون څخه راشروع سوي و،چي د نورستان تر مختلفو بازارونو غځيدلي دي،او پراخ زيانونه یې اړولي دي.