د نړۍوالو رسنيو د راپور له مخي د مکسیکو په سویل لویدیځ کي د ريل ګاډۍ د چپه کېدو له امله ۱۳ کسان وژل سوي او ۹۸ نور

د نړۍوالو رسنيو د راپور له مخي د مکسیکو په سویل لویدیځ کي د ريل ګاډۍ د چپه کېدو له امله ۱۳ کسان وژل سوي او ۹۸ نور ټپیان دي.
دغه پېښه د اوساکا ایالت د نیزندا ښارګوټي ته نژدې رامنځ ته سوې، چي په ريل ګاډۍ کښي ۲۴۱ مسافر سپاره وو.
د نړۍوالو رسنيو د راپور له مخي د ژغورني او بېړنيو خدماتو ډلي سیمي ته رسېدلي او ټپیان روغتون ته انتقال سوي دي.

د چارواکو په وینا، د پېښي لامل لا تر اوسه نه دئ معلوم سوی، خو په اړه ئې څېړني رواني دي.