د نړۍ د مسلمانانو له پاره مقدس وطن سعودي عربستان هم د الکولي مشروباتو د رانيولو او خرڅولو بندیزونه ليري کړل،او د عربستان په محدودو سيمو کي یې محدودو خلګو ته د شرابو رانيولو او خرڅولو اجازه ورکړه.
د سعودي حکومت د شرابو رانیول د مرکز ریاض په هغو عصري سیمو کي قانوني کړل چيري چي شتمن خارجيان اوسېږي.
د سعودي چارواکو ویلي چي شراب به یوازي پر هغو خارجيانو خرڅېږي چي مسلمانان نه وي.
بلخوا بیا ځیني شنونکي په دې باور دي چي دا کار به داسي محدود پاتي نه سي او ډیر ژر به په ټول عربستان کي د شرابو رانیول او خرڅول قانوني سي.
د یادوني وړ ده چي د محمد بن سلمان تر رهبرۍ لاندي په سعودي عربستان کي سینماوي هم بیرته خلاصې سوې او په سعودي کي د موسیقۍ لوی محفلونه تر سره سول،ورسره ښځو ته د موټر چلولو اجازه هم ورکول سوه.