د نیویارک ټایمز د راپور په حواله د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپلو لوړپوړو پوځي قوماندانانو او سلاکارانو له سپارښتني

د نیویارک ټایمز د راپور په حواله د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپلو لوړپوړو پوځي قوماندانانو او سلاکارانو له سپارښتني وروسته پر ایران د پراخو پوځي بریدونو پلان په موقتي ډول ځنډولی دئ.
راپور وايي، امریکايي چارواکو خبرداری ورکړی، چي په منځني ختیځ کي د امریکا د هوايي دفاعي توغندیو زېرمي کمي سوي او که د ایران نوو بریدونو ته جواب ورکړي، پاته دفاعي سیستمونه به هم تر سخت فشار لاندو راسي.
بلخوا، سي‌بي‌اېس نیوز د دوو سیمه‌ییزو سرچینو له قوله راپور ورکړی، چي د امریکا د بریدونو درول د دې له پاره وو، څو د ایران او عمان ترمنځ رواني حساسي خبري اتري زیانمني نه سي.

د راپورونو له مخو، د جګړې د پراخېدو، د خلیج هیوادونو د امنیت، د انرژۍ نړۍوال بازار او ډیپلوماټیکو هڅو ته د احتمالي زیان د اندېښنو له امله د ټرمپ پوځي سلاکارانو سپارښتنه کړې، چي د پوځي فشار پر ځای اقتصادي فشار او مذاکراتو ته دوام ورکړل سي.