د هرات ولايت څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د دوشنبې په ورځ د دغه ولايت د امنيې قومندانۍ ته نژدې نامعلومو کسانو يو کس ويشتلی او وژلی دئ.
د سرچينې په وينا چي وژل سوی کس نعمان نومېږي او د ولايتي شورا د پخواني وکيل عبدالرحمن مرادي زوی و.
د نعمان د وژني علت تر اوسه پوري څرګند نه دئ او ط..البانو ئې هم په اړه څه نه دي ويلي.