د هلمند ولايت د ط..البانو د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي

د هلمند ولايت د ط..البانو د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي، چي د تېري یوې اوونۍ په ترڅ کي ئې د لښکرګاه ښار، ګرمسېر او بهرامچې ولسوالیو په بېلابېلو سیمو کي ۳۶ ټنه قاچاقي خوراکي او غیرخوراکي توکي نيولي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه توکي په ۱۳ باروړونکو موټرو کي ځای پر ځای سوي وو، چي د ځانګړو عملياتو پر مهال ور سره ۱۶ کسان هم نيول سوي دي.
خبرپاڼه دغه راز ليکي، چي تر لومړنیو پلټنو وروسته به نیول سوي کسان عدلي او قضايي ادارو ته معرفي کړي.

بايد وويل سي، چي په دې وروستیو وختونو کي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو لارو د محدودېدو له امله د ډیورنډ کرښي په اوږدو کي د قاچاقي توکو د لېږد لړۍ چټکه سوې.