د هلمند څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د دغه ولايت په ديشو ولسوالۍ کي ط..البانو يو موټر چلوونکی د پاکستاني درملو د انتقال په تور ويشتلی او وژلی دئ.
د سرچينې په وينا دغه پېښه د سې شنبې په ورځ سوې ده.
سرچينه وايي چي وژل سوی کس حجت الله نومېږي او اصلي د هلمند ولايت د ګرمسير ولسوالۍ اوسېدونکی دئ.
تر اوسه ط.. البانو د يادي پېښي په تړاو په رسمي ډول څه نه دي ويلي.