د هلمند څخه ځایي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د دغه ولايت په سنګين ولسوالۍ کي يوې قابلې ځان وژنه کړې ده.
د سرچينې په وينا چي دغه قابله د يوې روغتيايي مؤسسې څخه د ط..البانو په امر له دندي لېري سوې وه، چي د بېکارۍ له امله ئې ځان وژنه کړې ده.
سرچينه زياتوي، چي څه موده وړاندي د ط..البانو په امر د يادي قابلې خاوند هم له دندي منفک سوی و.
بلخوا د هلمند ولايت د ط..البانو امنيې قومندانۍ د يادي قابلې د ځان وژني پېښه تائيد کړې؛ خو زياتوي چي هغې د کورنيو ستونزو له امله ځان وژنه کړې.