د هند د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي د پاکستان له خوا په کابل کي د معتادينو پر مرکز بريد

د هند د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي د پاکستان له خوا په کابل کي د معتادينو پر مرکز بريد غندلی دئ.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ويلي، چي دغه بريد د انسانيت ضد او د نړۍوالو اصولو خلاف دئ.
هند دغه بريد د افغانستان پر خاوره او حاکميت ښکاره تېری بللی دئ.

په ياده خبرپاڼه کي هند د افغانستان څخه خپل بشپړ ملاتړ اعلان کړی.