د هند د بهرنیو چارو وزارت ويلي، چي کابل ته ئې د ۲.۵ ټنه درملو او طبي توکو مرسته لېږلې ده.
د ياد وزارت په وينا چي دغه طبي مرستي ئې په کابل د پاکستان په هوايي بريدونو کي د ټپيانو د درملني په موخه کړي دي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ويلي، چي د افغانستان د خلګو تر څنګ ولاړ دي او د بشري مرستو بهیر ته به دوام ورکړي.