د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند، راندهیر جایسوال

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند، راندهیر جایسوال، د پاکستان له لوري د ننګرهار او پکتیکا ولایتونو پر ځینو سیمو وروستي هوايي بریدونه په کلکه غندلي دي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي چي دا بریدونه د روژې په مبارکه میاشت کي ترسره سوي او له امله ئې ملکي وګړو، په ځانګړي ډول ښځو او ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
جایسوال ویلي، پاکستان په دې ډول اقداماتو سره هڅه کوي خپل کورني ستونزي او ناکامۍ پټي کړي، خو دا ډول بریدونه د منلو وړ نه دي.

هغه ټینګار کړی، چي پر ملکي وګړو بریدونه باید ودرول سي او دا ډول کړني د سیمي د ثبات له پاره زیان رسوي.