د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي، امریکا او اسرائیلو د ایران سره د وروستۍ جګړې پر مهال ۱۶ هندي وګړي وژل سوي او ۷۵ نور ټپیان سوي دي.
د هندي چارواکو په وينا چي وژل سوي او ټپیان هغه هندي وګړي دي، چي د جګړې پر مهال په ایران کي مېشت وو یا هلته ئې کار کوئ.
بلخوا د هندوستان ټایمز ورځپاڼي راپور ورکړی چي په قطر کي هم په يوه چاودنه کي ۱۲ هندي وګړي وژل سوي وو.